په کونړ کې د لومړي ځل لپاره د لبنیاتو د پروسس مرکز جوړیږي

د لبنیاتو د پروسس دغه مرکز، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړیږي، د بنسټ ډبره یې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال په ګډون، د لوړ پوړو چارواکو له لوري کېښودل شوه.
د لبنیاتو د پروسس د مرکز په جوړېدو به ۲۰ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري ورکول کیږي.
د کونړ والي وایي یاد مرکز ،چې په یو وخت به د (۶۰۰۰) لېټرو لبنیاتو د پروسس وړتیا ولري، د جوړېدو چارې به یې په شپږږ مېاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.