ختیځ کې د ګډ اقتصادي پرمختګونو په موخه د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ غونډه وشوه

د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو د ګډ اقتصادي پرمختګونو په موخه، د یادو ولایتونو د والیانو،په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاد محمد څرګند، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي،د ټولګټو او کرنې وزارتونو مرستیالانو او یو شمیر نورو چارواکو ترمنځ په کونړ ولایت کې ګډه د همغږۍ غونډه وشوه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ختیځ زون په کچه په هر ولایت کې د ابادۍ چارې د نورو ولایتونو په پرمختګ مثبت اغېز کوي.
ده وویل، د ختیځ په ځانګړي ډول د ننګرهار په کچه امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی او اړینه ده،چې د اقتصادي پرمختګونو لپاره په کې چارې ترسره شي. نوموړي د ولسمشر څخه مننه وکړه،چې ننګرهار ته یې وروستیو کې ځآنګړې پاملرنه کړې ده.


په دې غونډه کې د کونړ والي عبدالستار میزکوال د خبرو پر مهال، د اوبو د مهارولو،ځنګلونو،کانونو او یو شمېر نورو برخو کې ختیځ په ځانګړي ډول کونړ ولایت ته د پاملرنې غوښتنې وکړې.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د ختیځ په کچه د کابل ـ جلال اباد، نورستان ـ کابل، نورستان،کونړ او ننګرهار لویو لارو، بندونو او یو شمېر نورو ګډو پروژو ته د پاملرنې ترڅنګ وویل، په لغمان ولایت کې د ۲ زره هټیو لرونکي زراعتي مارکیټ او په دوه زره جریبه ځمکه کې د ۳ سوه فابریکو په وړتیا صنعتي پارک جوړیدو لپاره پنځه کلن پلان لري،چې د ختیځ په کچه په کې ټول پانګونه کولای شي .
په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار شاد محمد څرګند د ختیځو ولایتونو د چارواکو ترمنځ د همغږۍ له امله ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې په دې ولایتونو کې ګڼ اقتصادي فرصتونه شتون لري .
دده په وینا، په زیربنایي چارو کې به د کونړ،لغمان،ننګرهار او نورستان لپاره کار ترسره شي،ترڅو خلکو ته کاري زمینه برابره او په بېلابېلو برخو کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.