روزګان کې “په سوله او ټاکنو کې د ښځو ګډون” تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه

روزګان کې د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ښځو د پراخ ګډون په موخه د عامه پوهاوي او په هېواد کې د دایمي سولې په تړاو غونډه جوړه شوه.
دا غونډه، چې د ښځو چارو ریاست له لوري په لاره اچول شوې وه، مرستیال والي عطاالله فضلي تیرو کلونو ته په کتو، د ښځو د ژوندانه د ښه والي لپاره اغېزمن فعالیتونه وستایل، چې په وینا یې یو شمېر لویو او کوچنیو مؤسساتو د ښځو د روزنې په موخه علمي پرمختګونه او د کار امکانات برابر کړي دي.
ده هیله وښوده، چې د رزوګاني ښځې په راتلونکو ټولټاکنو کې په پراخه پېمانه ونډه واخلي.