سلطان او روبین د نیمروز په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې

نیمروز والي سیدولي سلطان په سوېل لودیځ زون کې د یوناما له مشر روبین سره ولیدل او د یاد ولایت د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل.

نیمروز والي خوښي وښودله، چې یاد ولایت په دې وروستیو کې د سیاسي او اقتصادي چارو له پلوه په ښه لور روان دی.

نیمروز والي ټینګار وکړ، چې د یاد ولایت ولسونه د نورو هېوادوالو په څېر د سولې راتلو ته انتظار باسي، چې په دې برخه کې ولایتي ادارې هم پوره هڅې ترسره کړي دي. ده دغه راز د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي په اړه هم خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په سوېل لودیځ زون کې د یوناما مشر روبین خوښي وښوده، چې نیمروز په هر اړخیز ډول بدلون کړی، چې په وینا یې یاد ولایت به په نېږدې راتلونکې کې د هېواد په کچه په ستر سوداګریز ولایت بدل شي.

ده د ولایتي ادارې کړنې وستایلې او د همکاریو ډاډ یې ورکړ.