پکتیا:په احمدآبا ولسوالۍ کې ګڼ شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

پکتیا والي شمیم خان کټوازي ددې ولایت احمدآبا ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې، د کلیو پراختیا ریاست له لوري د ولسي تړون پروګرام په مالي لګښت ۲۹ پروژې، چې کارونه یې تر دې وړاندې بشپړ شوي ؤ، ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
ددغه سفر په ترڅ کې، کټوازي د ۴۸ میلیونو افغانیو په لګښت د ۳۹ نورو پروژو د بنسټ ډبره هم کېښوده.


پکتیا والي د یاد سفر په لړ کې، د ولسونو له لوري په یوې غونډه کې ګډون هم وکړ. ده د سولې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: ولسمشر د ټول ولس د غوښتنو له مخې، د سولې راوستلو په موخه تر بل هر وخت زیاته پاملرنه کړې ده او تاسو هر یو ددې حق لرئ، چې په خپلو سیمو کې له وسله والو مخالفینو سره خبرې وکړئ او په سیمه ییزه کچه د هغوی قوماندانان او جنګیالي سولې ته وهڅوئ.
والي له خلکو وغوښتل، چې د ټاکنو اړوند د رایي ورکوونکو د نوم لیکنې له تقویتي پروسې څخه ملاتړ وکړي او ټول نوم لیکنه وکړي، ترڅو په راتلونکو ټاکنو کې له رایه ورکولو محروم نه شي.