په پکتيا کې د کانونو او صنايعو خونه پرانېستل شوه

د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي په یاد ولایت کې د کانونو او صنایعو خونې په پرانیستلو سره خوښي وښوده او د یاد ولایت صنعتکارانو او پانګه والو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی اساسي ستونزې لکه: د صنعتي پارک وېشل، ياد پارک ته د برېښنا غځول، د بريښنا د کيلواټ بیې د راټيټولو او ورته نورې اړتیاوې به یې ژر تر ژره له مرکزي ادارې سره په ګډه حل کړي.
دغه راز د پکتیا د کانونو او صنایعو خونې اجرايوي رئیس رحيم الله سمندر بیا وايي، چې د يادې خونې په پرانيستلو سره به د پکتيا د صنعتکارانو او د کانونو په برخه کې ګڼې ستونزې هوارې شي او په پکتيا کې به صنعت او سوداګري د پام وړ پرمختګ وکړي.