د چابهار اړوند علمي او تحقیقي کنفرانس ورکړل شو.

نن ورځ د ولایت مقام په ازادۍ مېلمستون کې د چابهار په اړه د ولایت مقام او پوهنتونونو استادانو په همکارۍ ستر علمي او تحقیقي کنفرانس ورکړل شو.
په دې ستر علمي کنفرانس کې د چارو ادارې داستازو په ګډون دپوهنتونونو استادانو او زده کړیالانو، د ملکي ادارو ریئسانو، دمعارف سېکټور کارکوونکو او زده کوونکو، دمدني ټولنو غړو، ځوانانو، مېرمنو او دقلم خاوندانو برخه لرله.
کنفرانس د قران کریم په مبارکو ایتونو پیل، ورپسې د زده کوونکو لخوا د چابهار په اړه ترتیب شوې ترانه او له هغې وروسته دنیمروز پوهنتون رئیس ښاغلي پوهنیار استاد محمد قاسم عادل لخوا دکنفرانس ګډونوالو ته پرانېستونکې وینا ترسره شوه، ښاغلي عادل په خپلو خبرو کې دیاد علمي کنفرانس د اهمیت ترڅنګ وویل، چې په نیمروز ولایت کې په لومړي ځل له مسایلو سره علمي برخورد ترسره کېږي او دا نوښت په لومړي ځل ددې ولایت دروند، عالم او مدبر والي ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي سلطان ترسره کړ.


ورپسې نیمروز والي ښاغلي پوهندوی دوکتور سیدولي سلطان خوښي وښوده، چې په وروستیو څو میاشتو مو د درنو استادانو او علمي بورډ په مرسته وکولای شول، چې په پرلپسې ډول مهم او دهېواد په کچه ستر علمي کنفرانسونه دایر کړو او همداراز توانېدلي یو، چې خپلو علمي طرحو، پلانونو او نظرونو ته تر یوه حده عملي جامه هم ورکړو.
نیمروز والي دخپلو خبرو په دوام وویل، چې دافغانستان لپاره دچابهار بندر انکشاف او وده یو ښه فرصت دی، ځکه چابهار ته لاره پیداکول هېواد په وچه له کلابند حالت څخه خلاصوي او دسوداګریزو مالونو په صادرولو او واردولو کې به افغانستان دنړۍ د پرمختللو هېوادونو سره اړیکه ولري.
والي د نیمروز ولایت د را روان وضعیت په اړه وویل، چې نیمروز د سیاسي او اقتصادي پلوه د چټکې ارتقاء په حالت کې دی.


والي دنیمروز ولایت د کمال خان بند دسترې ملي او حیاتي پروژې پر اهمیت او دچارو په ګړندیتوب، زراعت، تجارت او اقتصادي بدلون، دیاد ولایت حاصلاتو ته په نړیواله بازار موندنه، دچابهار د اقتصادي لارې په فعالېدو، د وچې دستر عصري بندر په جوړېدو او نورو مهمو مسایلو دکنفرانس ګډونوالو ته مفصلې خبرې وکړې.
ورپسې د چارو ادارې دغړو په استازیتوب ښاغلي حکمت وویل، چې موږ دنیمروز والي دا تلپاتې او بنسټیزې هڅې ستایو او ویې کولی شول، چې په خپل مدبرانه مدیریت سره د محبوب ولسمشر جلالماب محمد اشرف غني ځانګړی پام دنیمروز ولایت ته را واړوي.
په دویمه برخه کې د پوهنتونونو استادانو لخوا دچابهار په اړه لیکل شوې علمي او تحقیقي مقالې واورول شوې، چې ددې مقالو ټولګه به ډېر ژر دولایت مقام لخوا چاپ او دمینوالو تر لاسونو ور ورسیږی.