لغمان: د ولسمشریزو تاکنو د نوم لیکنې تقویتي پروسې په اړه غونډه وشوه

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې، چې د راتلونکو ولسمشریزوټاکنو د تقویتي نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو د اغیزمن ګدون په اړه د جندراوهمغږۍ په موخه جوړه شوې وه، لغمان مرستیال والي شهزاده مظلوم یار وویل: راتلونکې ولسمشریزي ټاکنې زمونږ د هیواد د روښانه راتلونکي برخلیک ټاکونکي دي د بریا لپاره یې باید ټول په ګډه سره کار وکړو.
مظلوم یار وايي: اطلاعات او فرهنګ، ملي راډیو تلویزون او حج اوقافو ترڅنګ دې، ټولې ادارې د راتلونکو ولسمشریزو تاکنو لپاره د نوم لیکنې په تقویتي پروسې، د خلکو په هڅونې، عامه پوهاوي او نورو اړینو برخو کې برخه واخلي.