د نورستان-کونړ ترمنځ سړک تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې وسپارل شو

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ددغه سړک د ګټې اخیستنې په مراسمو کې وویل: د ځنګل له پوستې څخه د واما ولسوالۍ د ارچڼو درې پورې، جوړه شوی سړک به د یادې سیمې اوسېدونکو ته د پام وړ اسانتیاورې رامنځته کړي.
په دغه ۲۷ کیلو متره سړک د کلیو پراختیا وزارت له له لوري څه د پاسه (۱۷) میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او چارې یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شوي دي .