میدان وردگ: د ښاري حکومتوالۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه شوه

د ښاري حکومتوالۍ د پیاوړتیا دغه غونډه، چې د میدانښار ښاروالۍ په نوښت جوړه شوې وه، پکې د میدان وردګو مرستیال والي تاج محمد عمري سربېره، د ادارو یو شمېر رییسانو او ښاریانو ګډون کړی ؤ.
د یادې غونډې په لړ کې، د میدانښار ښاروالې ظریفه غفاري د خپلې ادارې پلان له ښاریانو سره د هغوی د نظرونو د اخیستلو په موخه شریک کړ.
غفاري د میدان ښار له ښاریانو وغوښتل، چې د خپل ښار په ښایست، زرغونتیا او ښاري عالي فرهنګ په وده کې له ښاروالۍ ادارې سره همکار واوسي.


د همغږۍ په دغه غونډه کې، ښاروالې ظریفه غفاري د پلان د تشریح ترڅنګ، ښاریانو ته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ، چې د دوی نیکې مشورې به د چارو د ښه والي په موخه په عمومي کاري پلان کې ځای پر ځای کړي او د کړنو پایلې به یې ‌‌‌‌‌‌د حساب ورکونې په پروگرام کې له ښاریانو سره شریکې کړي.