د کندهار نوي ټاکل شوي ښاروال په دنده پیل وکړ

د کندهار د ښاروالۍ ریاست لپاره نوی ټاکل شوی ښاروال رفیع حیات د والي حیات الله حیات له لوري د ښاروالۍ کارکوونکو ته وروپیژندل شو.
حيات د خپلو خبرو پرمهال وویل: ښار زموږ د فرهنګ یوه بېلګه ده او په پاک ساتلو کې یې ټول ستر مسوولیت لري. ده په دغه برخه کې د ښاروالۍ پر مامورینو او په ښاریانو غږ وکړ، چې له نوي ښاروال سره د پاتې پروژو په بشپړولو، د عوایدو په راټولولو او نوي پلانونو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
نوي ټاکل شوي ښاروال هم ټولو ښاریانو ته یې ډاډ ورکړ، چې په پوره اخلاص، صداقت او رښتينولۍ به د خپلو ولسونو خدمت د قانون په رڼا کې ترسره کړي.