کورنيو او بهرنيو لوړ پوړو امنيتي چارواکو هلمند ته سفر وکړ

د دفاع وزارت لومړي مرستيال ياسين ضياء په ګډون یو شمېر کورني امنیتي چارواکو او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ ميلر لښکرګاه ته لاړل او هلته یې د هلمند والي محمد ياسين خان په مشرۍ نظامي شورا غړو غونډه کې ګډون وکړ.
په غونډه کې هلمند والي د یاد ولايت پر عمومي امنيتي وضعيت سربېره، د اوسنيو روانو پوځي عملياتو او راتلونکو امنيتي پلانونو په اړه پلاوي ته هر اړخيز معلومات ورکړل.
ياسين خان د پوليسو د لا پياوړتيا په موخه د تجهيزاتو، وسلو او تحکيماتو له اړخه، د ملاتړ ترڅنګ د ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو ستونزې او غوښتنې هم اړونده چارواکو سره شريکي کړې.
د کورنيو چارو وزارت ارشد معين خوشال سادات په ټول هېواد په ځانګړې توګه د هلمند د پوليسو د شته ستونزو هوارېدو ډاډ څرګند کړ ویې ويل: په نږدې راتلوونکي کې به د تحکيماتو، تجهيزاتو، وسلو او مهماتو لازمې اړتياوې پوره شي.
دغه رازر د دفاع وزارت لومړي مرستيال ‎ياسين ضياء بيا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ، په لومړيو کرښو او جنګي بهيرونو کې د سرتېرو حقوقو او امتيازاتو پر رسيدنې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، چې د دفاع وزارت به د هلمند د امنيتي سيمو پراختيا لپاره ټولې هڅې او امکانات په لاره واچوي.
په دې ناسته کې یو شمېر امنیتي چارواکو او د غوڅ ملاتړ ماموريت قوماندان ميلر هم د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر بشپړه ملاتړ ټينګار وکړ او پدې ولايت کې يې د رهبرۍ په کچه همږغي او همکاري وستايله.