لغمان والي وايي، ددې ولایت لپاره ځانګړې شوې بودیجه په ښه ډول په مصرف رسېدلې

محمد آصف ننګ په جوړې شوې غونډه کې، چې د یاد ولایت د تېر یو کال فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله د معلوماتو شریکولو لپاره ځانګړې شوې وه، وویل: تېر مالي کال د لغمان ولايت لپاره ۱۲ نيم ميليونه ډالره بوديجه ځانګړې شوې وه، چې په ښه ډول په مصرف رسېدلې ده.
ده دغه راز وویل، چې تېر يو کال کې د یاد ولايت په بېلابېلو سکتورونو کې هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.
د ننګ په وینا، سږ کال د لغمان لپاره ۵۴ ميليونه ډالره بوديجه وړاندیز شوې وه، چې د مرکز څخه ۱۲ نيم ميليونه ډالره منظور شوې، چې ٪۶۹ سلنه يې عادي او ٪۳۱ سلنه يې انکشافي ده.
په دې غونډه کې وویل شول، چې د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د اوبو د بندونو ۳۰ پروژې تر کار لاندې دي.
ننګ د ترکار لاندې پروژو په اړه هم یادونه وکړه، چې په وینا یې د پوهنې په سکتور کې ۲۴، روغتيا سکتور کې ۳، زېربنا سکتور کې ۷ پروژې شاملې دي، او په نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.


نوموړي وویل، د ولايتي ادارې په هڅه په دې ولايت کې د يو شمېر لويو کورنېو ستونزې حل شوي او لا هم په دې برخه کې کار روان دی.
لغمان والي دغه راز د غوندې ګډونوالو ته په یاد ولایت کې د څلورو نویو ولسوالیو د رامنځته کېدو خبر هم ورکړ، چې په وینا یې ژر به د مرکزي حکومت له لوري منظورې شي.
د غونډې په لړ کې، د مهترلام ښاروالۍ له لوري هم د تېر یوکال فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل شول، ددغه معلوماتو له مخې، د ۷۰۰ ميليونه افغانيو په لګښت په یاد ولايت کې خصوصي پانګه اچونه ترسره شوې او ۸۷۰ جريبه ځمکه د غصب څخه پاکه شوې ده.