نیکولاس کي پکتیا ته سفر وکړ

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کي پکتیا ولایت ته د سفر په لړ کې، د پکتیا له والي شمیم خان کټوازي سره وکتل او د سولې، ملي پخلاینې او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر چمتوالي یې ورسره خبرې اترې وکړې.
پکتیا والي په خپلو خبرو کې د سولې اړوند د افغان حکومت، امریکا متحده ایالتونو او نورو همکارو هېوادونو هڅې مثبتې وبللې او د هغوی پر همغږۍ یې ټینګار وکړ.
کټوازي وویل، افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د سولې پر مخالفو جهتونو او اشخاصو فشار راوړي، تر څو د خپلو قربانیو په نتیجه کې ولس ته دایمي سوله راولي.
ده د سیمې د استخباراتو او نړیوالو ترهګرو ډلو رول ته په اشارې سره وویل، چې د سولې د پروسې لپاره پر دغو ادرسونو د نړیوالو همکارانو فشار اړین دی خو زیاته یې کړه چې ژر تر ژره باید د سولې بین الافغاني خبرې اترې پیل شي.


په دې ناسته کې د ناټو ملکي سفیر وویل، چې د ناټو سازمان او غړي هېوادونه یې د افغانستان د دایمي ثبات او ولسواکۍ د ټینګښت څخه کلک ملاتړ کوي او له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به هیڅکله چاته اجازه ورنکړي چې دا هېواد بېرته د کورنیو جګړو دور ته ور وګرځوي او یا هم د ترهګرۍ پر نړیوال مرکز بدل شي.
دده په وینا، دوی د افغان حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو له لوري د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د چمتوالي له هڅو هم ملاتړ کوي.
سفیر کي وویل، چې د افغان ځواکونو ظرفیت ورځ تر بلې لوړ او په ټولنه کې یې باور په زیاتېدو دی او ناټو به له افغان ځواکونو او حکومت سره په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره هڅو ته دوام ورکړي.