لغمان کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومتریک پروسه رسما پېل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون پلاوی لغمان ولایت ته د سفر په ترڅ کې، له والي محمد آصف ننګ سره په لیدنه کې، د HRMIS سیستم او د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د بایومیتریک پروسې په اړه معلومات شریک کړل.
د یاد پلاوي په وینا، ددغه سیستم په پلې کولوسره، د کارکوونکو په اړه د معلوماتو ورکولو او د معاشونو د راپور په برخه کې چټکوالی را منځته شي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه، چې یاد ولايت ته يې ددغه سيستم د پلې کولو په موخه سفر کړی.
ده ياد سيستم ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې ددې سیستم پر پلې کېدلو سره به په کارونو کې روڼتیا او چټکوالی رامنځته شي.