د هلمند قومي مشرانو د سولې اړوند د حکومت هڅې وستایلې

د هلمند يو شمېر قومي مشرانو له هلمند والي محمد ياسين خان سره د ليدنې په ترڅ کې، د سولې اړوند د ملي وحدت حکومت هڅې وستایلې او ورڅخه يې هرکلی وکړ.
دوی دغه راز د ولايتي ادارې او مرکزي حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ او له هلمند والي يې مننه وکړه، چې تل يې ولسونو ته وخت ورکړی او پرته له توپير يې ټولو ته يو شان رسيدګي کړې ده.
يادو ولسي مشرانو دغه راز د لښکرګاه ښار اړوند د زړې کلا او صافيانو سيمې لپاره د خدماتي چارو او هلته د مېشتو اړمنو کورنيو سره د بشري مرستو غوښتنې هم وکړې.
هلمند والي محمد ياسين خان راغلو قومي او ولسي مشرانو سره په خبرو کې وویل، چې حکومت د سولې لپاره رښتينې اراده لري او پدې برخه کې يې ملي او نړيواله اجماع هم رامنځته کړې ده.
ده په سيمه ییزه کچه هم له ولسونو وغوښتل، چې ولايتي ادارې سره همکاري وکړي، ترڅو له تاوتريخوالي پرته په سیمو کې امن او سوله راشي.
هلمند والي د زړې کلا او صافيانو اړوند سيمو ستونزو ته پر رسيدنې ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه، چې اړونده ادارې په دې هکله اقدامات ترسره کړي.