هلمند کې د مور نړيواله ورځ ونمانځل شوه

په دې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، هلمند والي محمد ياسين خان د خپلو خبرو پر مهال، د مور او په ټوله کې د ښځو په اړه د اسلام دین له مخې خبرې وکړې ویې ویل: مور د اولاد روزلو، د شخصيت په جوړولو او په ټوله کې د ټولنې جوړولو په برخو کې اغېزلروونکی رول لري.
ده دغه راز د ښځو ستونزو ته پر رسېدګۍ ټينګار وکړ چې په وینا یې، ديني عالمان، قومي مشران باید د کورني تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې همکاري وکړي او د عامه پوهاوي له لارې خلګ پوه کړي.
یاسین خان په ټاکنو کې د ښځو ونډه اغېزلروونکې وبلله او غوښتنه يې وکړه، چې د هلمند مېرمنې دې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره په ټاکنو کې ونډه واخلي او خپل استازي دې وټاکي.
د مور او ماشوم روغتون د تجهيز او تشکيلاتي ګومارنې، د کرنې او مالدارۍ، پوهنه، کاري بهير او نورو برخو کې هلمند والي پدې ولايت کې ترسره شوي او تر لاس لاندې پروګرامونو یاد کړل، چې له مخې يې د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کېدلای شي.