يلدا رويان د ولايتونو د انسجام رييسه وټاکل شوه

يلدا رويان د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولايتونو د اړيکو او انسجام سرپرسته رييسه وټاکل شوه او نن يې رسما په دنده پيل وکړ.

د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې کارکوونکيو ته د اغلې رويان د ورپېژندنې په مراسمو کې د دې د مقرري په اړه د ولسمشر حکم، د دغې ادارې د استخدام رييس ښاغلي اکبر دشتي ولوست.

په دې اړه غونډې ته د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي رييس عبدالمتين بېګ وويل، پلان دا دی چې په سيمه‌ييزه کچه د ولسواليو او ولايتونو نقش لا ښه او مهم کړو.

ده وويل، د ولسواليو اهميت او اغېز لوړول د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لومړيتوب دی او له نوې رييسې څخه يې وغوښتل چې په دغه برخه کې خپلې هڅې وکړي.

د سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې د پاليسي معين ډاکټر تېمور شاران بيا په خپلو کې وويل، اداره ژمنه ده چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اته انکشافي زونونه جوړ کړي.

ده په دغه برخه کې د ولايتونو د انسجام د رياست رول د پام وړ وباله.

د غونډې په پای کې يلدا رويان ډاډ ورکړ چې له خپلو مخکېنيو تجربو په ګټه اخيستو به د چارو د لا ښه والي هڅې کوي.

اغلې رويان د ماسټري تر کچې زده‌کړې او له کلونو راهيسې په بېلابېلو دولتي، خصوصي او نړيوالو ادارو کې د کار تجربه لري.