په اليشنګ کې په ۳ميليونه افغانۍ د اوبو شبکه جوړه شوه

 

 

د لغمان په الیشنګ ولسوالي کې د څه باندې درې ميليونه افغانيو په ارزښت د پاکو اوبو د رسونې سولري شبکه جوړېږي.

د لغمان ولایت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رييس امان الله مياخېل وايي، د اوبو د پايپ سکېم سولري شبکې پروژه د الیشنګ ولسوالي اړوند د دروېش اباد په سيمه کې د (۳۲۰۰۰۰۰) لکه افغانيو په ارزښت د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو برنامې په مالي لګښت جوړېږي.

دی وايي، دغه پروژه ۲۰ مټره معکبه د اوبو د ذخيره کولو ملحقات لري چې ۱۰ سلنه مصرف به يې د سيمې اوسېدوونکي ورکوي او په جوړېدو سره به يې د سيمې سلګونه کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

تر اوسه د دغې پروژې د رغونې چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې به یې هم ژر پای ته ورسېږي.