د کونړ ولایت د دفتر ریاست سرپرست رئیس وټاکل شو

د ولسمشر د حکم له مخې، محب الله کمین د کونړ ولایت د دفتر ریاست د نوي سرپرست په توګه، د ولایت مقام کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
د کونړ والي وايی، په ادارو کې د اصلاحاتو بستر برابر شوی او دغې لړۍ ته به دوام ورکوي،ترڅو د ځوان کادرونو له تجربو څخه د غوره حکومتوالۍ په چارو کې ګټه واخیستل شي.
میرزکوال نوي رئیس ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، له نوموړي وغوښتل،چې له ولسونو سره اړیکې پیاوړې او په چارو کې نوښت رامنځته کړي