د واما قومي مشرانو نورستان والي ته د همکاریو ډاډ ورکړ

د نورستان د واما ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو د نورستان والي حافظ عبدالقیوم سره ولیدل او د امنیت د لاپیاوړتیا په موخه یی ډاډ ورکړ .


دغو قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، چې د خپلو ولسونو او ځوانانو په استازولۍ د نورستان ولایتي ادارې او مشرتابه ته ددې ډاډ ورکوي، چې ددغه ولسوالۍ ټول ولسونه په یو غږ د حکومتي ادارې له پلانونو، پرېکړو او پالیسیو ملاتړ کوي.