ننګرهار: کوز کونړ کې د اتلس میلیونه افغانیو په لګښت دوه ښوونځي جوړ شول

دغه ښوونځي، چې د خپلواکۍ سلمې کلیزې په ویاړ جوړ شوي دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د معلوماتو له مخې، د کوز کونړ ولسوالۍ کوز کاشکوټ او اصحاب بابا سیمو کې دغه دوه ښوونځي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري یا یو ان ایچ سي ار په مالي لګښت جوړ شوي دي.


دغه دواړه ښوونځي يو ډول د احاطې ديوالونه، اته درسي او څلور اداري خونې، د اوبو څاه ګانې، تشنابونه ‎او نور ملحقات لري، چې د يو کال په موده کې جوړ شوي دي.