هلمند: د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې تقويتي بهير پېل شو

په هلمند کې د ټاکنو لپاره د تذکرو د سټيکر تقويتي بهير د هلمند والي محمد ياسين خان له لوري، پېل شو.
د هلمند والي له ټولو ولسونو وغوښتل، چې تذکرې واخلي او هم هغه کسان چې تذکرې يې په تېره دوره کې نه وي سټيکر شوي، پر خپلو تذکرو دې سټيکرونه ولګوي.
ده دغه راز له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه هم وغوښتل، چې خلک په مرکز او ولسواليو کې تذکرو اخيستلو او سټيکر لګولو ته وهڅوي.
محمد یاسین خان ټولو ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې په مرکز او ولسواليو کې د سټيکر لګولو مرکزونه بشپړ خوندي او فعاله دي.
بل لور ته د هلمند د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، چې د لښکرګاه په ګډون په نادعلي، ناوې، نهرسراج، واشير، ګرمسېر، مارجې او کجکي ولسواليو کې د سهار له ۷بجو څخه بيا د مازديګر تر ۴بجو پورې ښځينه او نارينه محلونه د خلکو پر مخ پرانېستي دي.