هلمند: د نورزيو سرتاسري شورا له ولايتي ادارې څخه ملاتړ څرګند کړ

د هلمند د نورزيو قوم سرتاسري شورا غړو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې، له ولايتي ادارې او نظام څخه ملاتړ اعلان او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
ددغې غونډې په ترڅ کې، د نورزيو يو شمېر قومي مشرانو خبرې وکړې، ویې ويل: نظام د بې شمېره قربانيو او ګڼو ناخوالو په ګاللو جوړ شوی، ځکه نو د ملت په توګه ژمن يوو، چې په کلکه يې ننګه وکړو.
دوی دغه راز د ولايتي ادارې په ځانګړې توګه د هلمند والي په امنيتي، ښې حکومتوالۍ، ولسونو او قومونو سره د ښو اړيکو او د ترمنځ يې د يووالي راوستو برخو کې هلې ځلې وستایلې.


هلمند والي محمد یاسین خان د قومونو ترمنځ پر يووالي ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، چې تل يې هڅه کړې، چې ټولو مېشتو قومونو ته په يو شان قدر او ارزښت ورکړي، ترڅو يووالی تقويه او د ټولنې د سمون، امنيت ټينګښت او ګڼو نورو پرمختګونو لپاره لاره هواره شي.