هلمند کې د ماشوم نړیواله ورځ ونمانځل شوه

په هلمند کې د ماشوم نړیواله ورځ د افغانستان خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سلمې کلیزې په ویاړ ځانګړې شوې وه.
دغه مراسم، چې د لښکرګاه ښار د ملالۍ په پارک کې نیول شوي ؤ، هلمند والي محمد یاسین خان د وینا پر مهال وویل: موږ د ماشوم نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځو، چې سږ کال د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو سلمه کلیزې سره برابره ده او دا زموږ الهام لا غښتلی کوي، چې موږ په خپل تاریخ کې د غازي امان الله خان په شان اتل بچی درلود، هغه ځواکمنه مبارزه وکړه او موږ ته يې د ویاړونو ډکه ورځ را په برخه کړه.


ده وویل،د افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان د قوانینو او بین المللي میثاقونو په رڼا کې د ماشومانو د وضیعت د ښه کولو لپاره خپلې هڅې لازیاتي کړي.
د ماشوم د نړیوالي ورځې نمانځغونډې په دې مراسمو کې، د ګڼو دولتي او خصوصي ښوونیزو او روزنتونونو څخه ماشومانو د علم، هیوادنۍ مینې او سولې په اړه ترانې هم وویلې او دغه راز ماشومانو خپل رسم شوي توکي هم نندارې ته وړاندي کړل.