اجراییه ریاست د لغمان له عامه کتابتون سره د اته سوه جلده کتابونو مرسته وکړه

په دې اړه جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې، لغمان والي محمد اصف ننګ د ملي وحدت حکومت د اجراییه ریاست له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې په وینا یې اجراییه رياست د ژمنو په عملي کولو او د مسايلو په تعقيب کې خپل مسووليت پر وخت ترسره کړی دی.
ده وويل په لغمان ولايت کې د کتاب ورکړه، رسالت ادا کړئ تر سرلیک لاندې ۸۰۰۰ جلده کتابونه ټول شوي، چې يو اندازه يې عامه کتابتون ته وسپارل شول.
په ورته مهال د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس فيضان الله پټان بیا وايي، چې د اجراییه ریاست له لوري په ترسره شوې مرسته کې ۸۰۰ جلده کتابونه، ۴ پايې کمپيوټرونه او يو پرېنټر شامل دي.


پټان د لغمان عامه کتابتون د کيفيت او کميت له پلوه يو غني کتابتون ياد کړ او په نورو مشرانو يې غږ وکړ، چې د ياد کتابتون د لا غني کېدا په موخه دې ورسره لازمې مرستې وکړي.
د غونډې پر دوام، د اجرائيه رياست څخه راغلي پلاوي په استازولۍ، د یاد رياست مرستيال وياند فريدون خوځون خبرې وکړې،او د ياد کتابتون له مسوولينو یې غوښتنه وکړه، چې ياد کتابونه د لوستونکو په واک کې ورکړي ترڅو ترې په بېلابېلو برخو کې ګټه پورته کړي.