پکتیکا: د خواجه خېلو اوسېدونکو ولایتي ادارې ته د همکارۍ ډاډ ورکړ

د پکتیکا د خواجه خېلو قومي مشرانو د پکتیکا له والي مجیب الرحمن څمکني سره په لیدنه کې له خپله اړخه ولایتي ادارې ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې چې په خپلو سیمو کې د حکومت له لوري د هر ډول پروګرامونو پلي کېدو ته زمینه برابروي.


دوی دغه راز په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د ولایتي ادارې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
پکتیکا والي له مشرانو مننه وکړه چې خپلې ستونزې ورسره شریکوي.
ده ژمنه وکړه، چې د ولسونو هر ډول ستونزو او غوښتنو ته به پر وخت رسېده ګي کیږي او دوی ته به وړ آسانتیاوې برابروي.