پکتياوال: د جګړې ښکېلې خواوې دې په کوچني اختر کې اوربند وکړي

د پکتیا یوشمېر اوسېدونکو د یوه لاریون په ترڅ کې د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړه. دوی پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د کوچني اختر په ویاړ دې د تېر کال په څېر دا ځل هم اوربند وکړي، تر څو د دواړو خواوو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.
د لاریون ګډونوالو د سولې د شعارونو په بدرګۍ سره وویل، چې دوی نه غواړي چې د اختر خوښۍ یې د تاوتریخوالي له امله پیکه او په غم بدلې شي. لاریون کوونکو دغه راز ګواښ وکړ، چې سوله د ملت ارمان دی او ددغه ارمان په لاره کې د خنډ جوړېدونکو پر وړاندې به په یوه غږ ودريږي.