هلمند والي په شيخ زاهد جومات کې د سولې پرلت کوونکو سره وکتل

هلمند والي محمد ياسين خان په شيخ زاهد جومات کې د سولې پرلت کوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، د سولې په برخه کې د هغوی خوځښتونه د قدر وړ وبلل او د دولت په استازولۍ يې ملاتړ وکړ.
ده د سولې کاروان له غړو مننه وکړه، چې سولې ته د رسېدو لپاره يې هر ډول قربانۍ او منډې ترړې کړي او لا هم پدې پار کلکه اراده او هوډ لري.
محمد ياسين خان دغه راز وویل: دولت د ټولو هغو هڅو ستاينه او ملاتړ کوي، چې اساس يې سوله جوړوي. ده له وسله والو مخالفينو هم وغوښتل چې د سولې د کاروان او پرلت کوونکو غوښتنو ته هرکلی ووايي، او د خبرو اترو له لارې روانې جکړې ته حل لاره ومومي.


د سولې د پرلت بنسټګر اقبال خيبر وويل، چې سولې ته د رسېدو لپاره يې له هلمنده تر کابله پلی تګ وکړ او بيا د هېواد په ختيځ، شمالي او لويديځ کې يې لاريونونه او سترې غونډې وکړې. ده وویل دوی دا ځل غواړي، چې د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته پلی تګ وکړي او له وسله والو طالبانو هم وغواړي چې سوله او اوربند وکړي.