پکتیا: یوناما د خبریالانو لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کوي

د یوناما د بشر حقونو د سوېل ختیځ زون څانګې چارواکي وايي، د دوی د فعالیت لویه برخه د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځته کول دي، چې په ګډه له حکومت سره پرې کار کوي.
په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې، چې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي او د یاد ولایت یو شمېر خبریالان هم هم حاضر ول، د یوناما د سوېل ختیځ زون د بشر حقونو څانګې مشر بېکرم توله دار د خبریالانو د حقونو تر څنګ، د هغوی د مسؤليتونو یادونه هم وکړه، چې په وینا بې طرفه، عادلانه او د ټولنې په خیر رسنیز فعالیت د خبریالانو اخلاقي مسؤليت بلل کيږي.
په ورته مهال د پکتیا مرستيال والي په خپلو خبرو کې وویل، چې د ولسمشر له لوري د خبریالانو د خوندیتوب، د رسنيز ډګر د غوړېدا او بیان د ازادۍ لپاره بې ساري ګامونه اخیستل شوي دي.
ده وویل، چې د پکتیا ولایتي اداره د بیان د خپلواکۍ په اړه د حکومت ژمنتیا ته په کتو تل هڅه کړې، ترڅو د خبریالانو لپاره خوندي کاري چاپېریال رامنځته کړي.
مرستيال والي او د ولایت ویاند د خبریالانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د لا ښې همغږۍ او خوندي کاري چاپېریال رامنځته کولو لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه.