لغمان: د مخالفینو یوه پنځه کسیزه ډله د سولې له پروسې سره یوځای شوه

دغه پنځه کسیز ګروپ کې، چې هفته ګل او عزت الله د بادپښ ولسوالۍ، میهن د مرکز، علي حیدر او پهلوان د الینګار ولسوالۍ پورې اړوند دي، د خپلو یو شمېر بېلابېل ډوله وسلو سره، د سیمه ییزه ادارې او امنیتي اورګانونو په هڅو د سولې له پروسې سره یوځای او عادي ژوند یې پیل کړ.
د لغمان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو له مخې، یادې وسله والې ډلې، تر دې وړاندې د بادپښ ولسوالۍ اړوند د شهرا نمبر ۷ په سیمه کې د دولت په ضد فعالیتونه کول.
لغمان والي محمد اصف ننګ د افغان امنيتي ځواکونو دنده د هېواد، خاورې او ناموس څخه دفاع ياده کړه او د دوی د قربانیو څخه يې مننه وکړه.
ننګ روانه جګړه پردۍ وبلله او زياته يې کړه، چې د افغان دولت ټاکنه جګړه نه بلکې سوله ده.
ده د دولت په نورو مخالفینو هم غږ وکړ، چې د سولې له پروسې سره يوځای شي، ترڅو د خپلو کورنېو سره يوځای ارامه ژوند تېر کړي.