یاسین خان: ولسوالان دې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي

هلمند والي محمد ياسين خان د یاد ولايت له ټولو ولسوالانو او لښکرګاه ښاروال سره په يوه ځانګړې غونډه کې، ټينګار وکړ، چې ولسوالان دې په سيمه ییزه کچه د امنيت ټينګښت ترڅنګ، د سولې لپاره د ټولو اغيزناکو اقشارو سره په ګډه هڅې لا نورې هم ګړندۍ کړي.
ده د سيمه ییزه حکومتوالي پر پياوړتيا، د نظامي او ملکي ادارو ترمنځ د همغږۍ او د ګډ کار د روحيې پر پراخوالي هم ټينګار وکړ او له ولسوالانو يې وغوښتل، چې په هر حالت کې د خپلو ولسونو ستونزو ته رسيدګي وکړي.
غونډه کې ټولو ولسوالانو د سولې او پخلاينې ترڅنګ د امنيت ټينګښت، ښې حکومتوالي، خلکو ته د رسيدګي او نورو برخو کې د ترسره شويو چارو سربېره، تر لاس لاندې کارونو په اړه هر اړخيز معلومات له هلمند والي سره شريک کړل.