نورستان: څلور وسلوال مخالفین د سولې له پروسې سره یو ځای شول

دغه څلور تنه، چې مخکې تر دې، د نورستان او کونړ په سیمو کې وسلوال فعالیتونه ترسره کول، د نورستان د ولایتي ادارې په هڅو، د دولت له مخالفت څخه یې لاس واخیست او د سولې له پروسې سره یوځای شول.
دوی په خپلو خبرو کې وویل: اوس یی د دولت حقانیت وپېژانده او په تیرو کړنو پښیمان دي او له همدې امله د سولې له ملي بهیر سره یو ځای شول .
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم د سولې له ملي پروسې سره د نویو یو ځای شویو مخالفینو وسلوالو راتګ ته ښه راغلاست ووایه او د دولت په نورو مخالفینو ډلو یې هم غږ وکړ، چې له وسلوال فعالیت دې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره دې یو ځای شي .