لغمان کې د ښاروالۍ له لوري یو سوداګریز مارکیټ جوړیږي

دغه سوداګریز مارکیټ، چې د لغمان ښار په دوهمه ناحیه کې به جوړ شي، د جوړېدو قرار داد یې د لغمان والي محمد اصف ننګ او د منصور شریف شرکت له لوري لاسلیک شو.
ددغه سوداګریز مارکیټ په جوړېدو به ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې د لغمان ولایت د ښاروالۍ له لوري ورکول کیږي.
د لغمان ښاروال نظیف الله الکوزی وايي: په دغه دوه پوړیزه ودانۍ کې به ټولو ساختماني او معیاري چارو ترسره کېدو ته ځانګړې پاملرنه وشي، چې کارونه به یې د یوه کال په موده کې بشپړ شي.