د ننګرهار سکتوري ادارو رئیسانو د ۱۳۹۸ کال پرمختيايي پلان ولسونو سره شريک کړ

ننګرهار ولايت سکتوري خدمتونو رئيس فضل ربي حميم وايي، چې د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره په دغه ولايت کې د دوه عشاريه اووه ميليارده افغانيو په لګښت ۱۳۱ پروژې په پلان کې دي.
ده وويل، چې د نورو کلونو په پرتله سږکال د پروژو په پلې کېدو کې انډوليز اړخ ته ډيره پاملرنه شوې او په ټولو ولسواليو کې د امنيت ټینګښت ته په کتو سره پروژې په نظر کې نيول شوې دي.
په یاده غونډه کې د ننګرهار د ټولګټو، کانال، کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو او يو شمېر نور سکتوري رياستونو استازو د خپلو تېرو يو کلنو فعاليتونو په اړه هم خلکو ته معلومات وړاندې کړل.