حیات الله حیات د N.R.C ادارې د تدريسي چارو له مسؤل سره وکتل

په دې ليدنه کې د N.R.C یا مرستندویه ادارې د تدریسي برخې مسوول Tom Osad وويل، ياده اداره په کندهار کې د بېوزلو سره د مرستو ترڅنګ، په تدريسي برخه کې هم فعاليتونه ترسره کوي، چې په خبره يې د همدې ليدنې څخه يې موخه هم په پنجوايي ولسوالۍ کې د حاجي ګلون بابا په نوم او په ژړۍ ولسوالۍ کې د اسدي سيوري په نوم د دوو تړل شویو ښوونځیو بيا ترميم او فعاله کول دي. ده په دغه برخه کې له کندهار والي څخه د همکاريو غوښتنه هم وکړه.
په ورته مهال کندهار والي د يادې ادارې د فعاليتونو ستاينه وکړه، چې د بې وزله هيوادوالو سره د مرستو ترڅنګ، په لېري پرتو سيمو کې د هيوادوالو تدريسي برخې ته هم پاملرنه لري.
ده دغه راز وويل، چې د هيواد پرمختګ په پوهنه کې دی او په دغه برخه کې هڅه ولسونو ته د روښانه راتلونکي زېری ورکوي، نوموړي د يادې ادارې چارواکو ته د ولايتي ادارې په استازيتوب د همکاريو ډاډ ورکړ.