هلمند والي د لښکرګاه ښار پر سړکونو وګرځېده

هلمند والي محمد ياسين خان د دغه ولایت د بېلابېلو سکټوری ادارو د چارواکیو په ګډون، د لښکرګاه ښار پر سړکونو پلی وګرځېده. د دوی د پلی ګرځېدو هدف ښاریانو ته ډاډ او روحیه ورکول و. ده دغه راز له دکاندارانو سره له نېږدې وکتل او هم يې خپل د اړتيا وړ توکي وپېرل.
ياسين د بېلابېلو هټيوالو پر وړاندې کاري ستونزې واورېدې او دغه راز يې د روژې مبارکې مياشتې په پار ترې وغوښتل، چې د انصاف په تله توکي وپيري.
ښاريانو او هټيوالو له هلمند والي مننه وکړه، چې د ګڼ شمېر بوختياو سربېره يې هم له ښاريانو او هټيوالو سره د نېږدې وليدل، هغوی خپلې ځيني ستونزې د حل په موخه هلمند والي سره شريکې کړې، چې هغه يې په اړه اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه.