زابل: تېرکال تر ۱۲ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب څخه خلاصه شوې ده

ولس ته د حساب ورکونې د پروګرام په لړ کې د عدلیې ریاست خپل دتیر کال لاسته راوړنې، ستونزي او راتلونکي پلانونه دولس سره شریک کړل.
د زابل د عدلیې رییس فرید احمد خویشکي د خپل کلني راپور پرمهال وویل: تېر کال یې په اداره کې د اصلاحاتو راوستلو ترڅنګ، د ځمکو د غصب مخنیوي یې د کار په لومړیتوب کې ؤ، چې د ولایتي ادارې په مرسته، په مرکز او ولسوالیو کې یې دولس زره درې سوه او یو پنځوس جریبه ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصه او بېرته یې دولت ته را ګرځولې ده.
ده دغه راز په مرکز او ولسوالیو کې د ښې حکومتوالۍ پیاوړتیا،اصلاحات راوستل، د ځمکو د غصب مخنیوي،د دولتي ادارو سره همکاري او همغږي د خپلو راتلونکو پلانونو څخه یاد کړل.