په پکتیا کې د بېلابېلو پروژو قراردادونه لاسلیک شول

په دغه پروژو کې، چې ۵ لوی او کوچني سربندونه، شل د پیازو ذخیرې، ۲۸ د ممیزو خونې، ۸ د اوبو واړه ذخیروي بندونه او یو (وارم کمپوسټ) د چینجیو کمپوسټ شاملې دي، د پلې کېدو قراردادونه یې د کرنې ریاست د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې او د ګڼ شمېر پرمختیايي شوراګانو ترمنځ لاسلیک شول.
د معلومات له مخې ددغو پروژو ټول لګښت ۱۸٫۱ میلیون افغانۍ دی، چې په نږدې ورځو کې به یې عملي چارې د همدغو شوراګانو له لوري پیل شي.
ددغو پروژو په بشپړېدو سره به د ټولو ولسواليو د بزګرانو او باغدارنو ګڼې کرنېزې ستونزې هوارې شي او تر څنګ به یې د سيمې ګڼ شمېر بې روزګاره وګړو ته د کار روزګار زمينه برابره شي.