پکتیا: د یوه استنادي دیوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه

دغه استنادي دیوال، چې د مرکز اړوند د کوچي خېلو کلي کې جوړیږي، د بنسټ ډبره یې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي له لوري کېښودل شوه.
یاد دیوال د ۱۶۶ مترو په اوږدوالي او د ۳٫۵ مترو په پلنوالي سره جوړیږي، چې په جوړېدو سره به یې د یادې سیمې منځنی ښوونځی، په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې ګڼ شمېر کورونه د سیلابونو له خطر څخه خوندي شي.
ددغه دیوال د جوړېدو لګښت د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري ورکول کیږي.