ننګرهار کې د شاتو تولید ډیر شوی دی

ننګرهار کې د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې چارواکي وایي،تېر کال یې د نږدې نوي میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ فارمونو څخه درې نیم سوه ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې کړي وو، چې سږ کال به یې د تولید کچه ۴ سوه ټنو ته لوړه شي،چې شاوخوا سل میلیونه افغانۍ عواید به ترېنه تر لاسه کړي.
د ننګرهار د شاتو مچیو د روزنې د اتحادیې مشر ریاض محمد رودوال وايي په دې ولایت کې اوس مهال ۳۵۰ د شاتو مچیو فارمونه شتون لري، چې ۱۴ سوه تنو ته په مستقیم او ۱۴ زره تنو ته په غیري مستقیم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي .