د بهسودو له پله څخه تر عبدالخېلو سیمې پورې سړک جوړیږي

د ننګرهار د ولایتي ادارې په هڅو د بهسودو له پله څخه تر عبدالخېلو سيمې پورې د سړک جوړېدو چارې پیل شوې، دا سړک چې د بهسودو له پله څخه پيلېږي عبدالخېلو سيمه کې به د جلال اباد – کونړ لويې لارې سره وصل شي، چې پر جوړېدو سره به یې د موټرو د ګڼې ګوڼې ډيره مخه به ورسره ونيول شي.
دغه سړک د خلکو پر ځمکو او کورونو تېريږي. د چارواکو په وینا خلکو ته به د ځمکو بديل د استملاکي قانون له مخې ورکړل شي.
پر دغه څلوېښت متره سړک يو عشاريه پنځه ميليارده افغانۍ لګښت راځي. چې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کیږي.
د چارواکو په وینا یاد سړک به دولس نیم کیلومتره اوږدوالی او څلوېښت متره پلنوالی ولري.