د ګردې څېړۍ لپاره نوي ګمارل شوي ولسوال خپله دنده پیل کړه

د پکتیا د ګردې څېړۍ ولسوالۍ لپاره نوي ګمارل شوي ولسوال ظاهر شاه زهیر د ولایت د بشري سرچینو رییس محمدا جان راستون له لوري، ددغې ولسوالۍ ملکي او امنیتي کارکوونکو او ولسونو ته د یوې غونډې په ترڅ کې وروپېژندل شو او خپله دنده یې رسماً پیل کړه.
ظاهر شاه زهیر د کرنې په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړي او تر دې وړاندې د پکتیا پوهنې ریاست د مالي او اداري مرستیال او همدا راز د کثیر الرشتوي انسټیټیوټ د آمر په توګه یې کار کړی دی.