ننګرهار ولایتي له غاصبینو سره کلکه مبارزه کوي

د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په امر د بهسودو ولسوالۍ په مقام خان سیمه کې، د یاد ولایت د کانال اړوند ۲۵ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغورل شوه.
د ننګرهار د عدليې رييس مستو خان هلال وایي، چې مقام خان سيمه کې غاصبينو ۲۸ جريبه ځمکه غصب کړې وه، چې د محکمې له پريکړې سره سم ۲۵ جريبه ترې وګرځول شوه او درې جريبه به تر هغه وخته که غاصبين په محکمې کومه ادعا لري له هغوی سره وي، چې تر وروستۍ محکمې وروسته به هغه هم د کانال ادارې ته وسپارل شي.
د ننګرهار کانال رييس پرويز علي په وینا، د کانال ادارې د ځمکو راګرځېدل د یادې ادارې د عوايدو په لوړیدو، حاصلاتو په ډيرېدو او خلکو ته د کار موندنې په برخه کې کټوره تمامېدلای شي.
د یادونې وړده،چې په دغو ځمکو باندې د سيمې د خلکو له لوري د غنمو فصلونه او باغونه کرل شوي و، چې د کانال ادارې له لوري د پوليسو په مرسته ټول واړول شول.