د جلال آباد په پنځلسو ښوونځیو کې د پاکۍ او زرغونتیا کمپاین پای ته ورسېد

د ننګرهار پوهنې،اطلاعاتو او فرهنګ ریاستونو او جلال اباد ښاروالۍ ترمنځ د شوي هوکړه لیک له مخې، د دې ښار په پنځلسو ښوونخیو کې د پاکۍ او زرغونتیا په نوم پیل شوی کمپاین پای ته ورسېد.
د یاد کمپاین په ترڅ کې د ښاري فرهنګ دودول او د نوي نسل (زده کوونکو) ښار سره د لا زیاتې مينې او یاد فرهنګ بنسټیز کولو په موخه د ښوونځي ښاروالۍ کمېتې جوړې شوې وې او ورته وسایل ورکړل شوي وو،ترڅو په مرسته یې ښوونځیو د زرغونتیا په موخه ورڅخه کار واخلي.
یاده دې وي چې یاد کمپاین د شهر همکار دفتر په مرسته ترسره شو، چې اته ورځې یې دوام وکړ.