کونړ ولسونو د سولې مشورتي لویی جرګې له پرېکړو ملاتړ وکړ

د کونړ یو شمېر دیني علماو،ځوانانو، قومي مشرانو او د مشورتي لویی جرګې غړو د کونړ والي عبدالستار میرزکوال سره د یوې غونډې پر مهال، د مشورتي لویې جرګې درویشت ماده ییز پرېکړه لیک له ولسونو سره شریک او د پلې کېدو غوښتنه یې وکړه.
دیني عالمانو او قومي مشرانو د ویناوو په ترڅ کې د سولې خبرو د پرمختګ په برخه کې د د ولسمشر هڅې د قدر وړ وبللې او د سولې مشورتي لویی جرګې له پریکړه لیک یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.