ننګرهار کې د اويا میليونه افغانيو په لګښت پروژې پلې کيږي

ددغو پروژو لګښت، چې د مالیې وزارت د غیر مشروط بودیجې څخه ورکول کیږي، د پوهنې، روغتیا، کرنې، کلیوپراختیا او سوداګرۍ په برخو کې به پلې شي.
د ننګرهار مرستیال والي تمیم عارف په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د اړونده ادارو چارواکي هم حاضر ول، سپارښتنه وکړه، ترڅو متوازن پرمختګ ته په پام سره، مهمې پروژې په ګوته کړي.
ده دغه راز سپارښتنه وکړه، چې اړونده ادارې دې خپلې پروژې هغو شرکتونو ته وسپاري، چې مالي توان ولري او د کارونو کيفيت ته پاملرنه وکړي.
د عارف په وینا، د پروژو د څارنې او تعقيب په موخه د ولايتي ټيم رامنځته کېدو لپاره یې له مرکز سره خبرې کړي، چې ډېر ژر به يې تشکیل منظور شي.