په جلال آباد کې درې کوچني تفریحي پارکونه ورغول شول

جلال اباد ښاروالۍ له لوري د څلورمې ناحیې اړوند شپاړلس فامیلیو سیمه کې درې پارکونه تر جوړېدو وروسته، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د جلال اباد ښاروال ریاض الله درمل وايي، دغه پارکونه، چې هر یو یې په سپاړلس بېسوې ځمکه باندې رغول شوي دي، ټولټال یوسلو دېرش زره امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.
دده په وینا، ددغو پارکونو په رغولو سره به د سيمې خلکو ته د تفريح ځای زمينه برابره او هم به ياده دولتي ځمکه د غصب له وېرې وساتل شي.
درمل دغه راز وویل، چې په روان مالي کال کې به نورو پرمختیايي کارونو ترڅنګ، شاوخوا لس تفریحي پارکونه د ښار په بېلابېلو ناحیو کې ورغول شي.