کندهار کې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ لوړ بیرغ جوړیږي

د کندهار د والي حيات الله حيات له لوري د هېواد او سيمې په کچه د دوهم لوړ بيرغ د جوړولو د بنسټ ډبره د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولایت مقام په ودانۍ کې کښېښول شوه.
دغه بیرغ، چې د ۱۰۰ متره ارتفاع به ولري، د سل زره امريکايي ډالرو په لګښت د ولايتي ادارې په هڅو او ملي سوداګرو په همکارۍ جوړېږي، چې چارې به يې د هيواد د خپلواکۍ تر ۱۰۰ کلېزي پورې پای ته ورسېږي.
کندهار والي وايي، د دغه بيرغ د جوړېدو لپاره يې ځکه د ولايت مقام ودانۍ وټاکله، چې د راتلونکو کلونو په ترڅ کې به رسما د ولايت مقام ودانۍ له دې ځایه خپل نوي ځای ته انتقال شي او دغه ځای به د تاريخي آبدې په توګه د سېلانيانو پر مخ پرانېستل شي.
بايد وويل شي، چې تر دې وړاندې په مرکز کابل کې د افغانستان په کچه د وزير اکبرخان پر تپه د هند هېواد په مالي مرسته د پنځه شپېته مېتره په ارتفاع لوړ بيرغ جوړ شوی دی.