د بدخشان نوی والي محمد ذکريا سودا د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي د دغه ولايت کارکونکيو او اوسېدونکيو ته د والي په توګه ور وپېژانده او رسما يې دنده پيل کړه.
د سيمهييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مالي او اداري معين روح الله نيازي د نوي والي د معرفي په مراسمو کې وويل چې د سيمهييزو ارګانونو اداره تمه لري چې نوی والي به په دغه ولايت کې د خلکو اړتياوو او د دوی د ستونزو حل ته لا زياته پاملرنه وکړي او په ولايت کې شته ستونزې به هوارې کړي.
ده د بدخشان له مخکېني والي پاسوال احمد فيصل بېګزاد څخه مننه وکړه چې تر خپله وسه يې په ولايت کې د ښې حکومتولي او متوازن انکشاف په برخه کې ډېر کار کړی دی.